Monday, February 15, 2010

cia په پنجشېر کې، شپاړسمه برخه،( له استادسياف سره ليدنه او مرسته)

cia په پنجشېر کې، شپاړسمه برخه،( له استادسياف سره ليدنه او مرسته)

شپاړسم څپرکی

په دره کې زموږ ددريمې ورځې له غرمې څخه لږ وړاندې، بک د هوايي ډګر له سېمې راغی او خبر يې راکړ چې د چورلکې لکۍ ته يې د راجستر نمبر ورليکلی دی، هغه خوښ ؤ او له ما يې وغوښتل چې له غرمې وروسته له چورلکې سره د انځور د اخيستلو په موخه ټول ګروپ هوايي ډګر ته بوزو، د ريک په باور دا ښه نظر ؤ، موږ له غرمې لږ وروسته هوايي ډګرته زموږ له افغان پيلوټ نصير سره يو ځای د انځور د اخيستلو په موخه ورغلو.

هو ښه نظر ؤ، او په راتلونکي کې به انځور ارزښتمن ثابت شي خو دا ټول يو څه افراط ښکاريده، د راجسټر نمبر مې تر سترګو شو، په شنه پس منظر باندې په غټو تور رنګه حروفو باندې (د سپټمبر د يوولسمې نېټې وروسته لومړنی ګروپ.ژ) ۹-۱۱-۰۱ ليکل شوي وو. مخ مې راواړوه، ګروپ ته مې وروکتل، د ټولو خوښ شوی و او موسکي وو.

موږ د چورلکې تر لکۍ لاندې په دوه لنډيو کتارونو کې راغونډ او پداسې وخت کې مو چې نصير څلور يا پنځه انځورونه واخيستل، موسکا کوله.

دا دی موږ دلته يو، د سي ای اې افسران ؤ او په افغانستان کې د ۹/۱۱ څخه يوازې اوولس ورځې وروسته لومړني امريکايان وو، زموږ په مخونو موسکا دا حقيقت چې موږ ټول په سيمه کې د شته والي له امله خوښ وؤ،ثابتاوۀ .

دهغې ورځې په ماسپښين زموږ څارګره حجره هم ښه پرمخ روانه وه، په دې اړوند د کرېس او سټان د هڅو او د حافظ او ممتاز غوره همکاري د مننې وړ دي، وروسته يادو شويو کسانو( حافظ او ممتاز.ژ) د شمالي ټلوالې د ځواکونو په واسطه د ډيرو راغونډ شويو مالوماتو له جملې څخه د ښو او مهمو مالوماتو په را جلا کولو کې د يادونې وړ توان درلود.

د لومړيو کرښو په اوږدو كې له هغو نقطو څخه چې د شمالي ټلوالې لخوا ساتل کيدلې، د طالبانو د مخابرو خبرې راټوليدلې، بيا يې په تفصيل سره ليکل كېدې او حجرې ( استخباراتي ډلې ته.ژ) ته ليږل کيدلې، نوموړو نقاطو د طالبانود ځواکونود جګړې د ډګر خوځښت څارنه او مشاهده هم راليږله.

موږ هره ورځ له انساني منابعو څخه چې د طالبانو له موقعيتونو څخه تيريدل ، هم راپورونه تر لاسه کول. دغه منابع خويا د طالبانو سرتيري وو چې د شمالي ټلوالې لخوا خپل شوي وو او يا خو هغه ملکي خلک وو چې د شمالي ټلوالې د کرښو د ننه اوسيدل او د طالبانو د کرښوها خوا يې ملګري او کورنۍ غړي درلودل او د مالوماتو د راغونډولو لپاره يې د دښمن له کرښو څخه د تيريدلو خطر پر ځان مانه.

کريس د حافظ او د شمالي ټلوالې له ځوان عمره افسرانو سره د کار د ښه کيفيت او بشپړوالي په خاطر له نږدې کار کاوه.

د يوې مياشتې په موده کې د سپټمبرد ۲۷ څخه د ۲۶ اکتوبر پورې زموږ ګروپ دله څلورو سوؤ څخه زيات څارګره راپورونه تهيه کړل او زيات يې د ګډې استخباراتي ډلې له برکته ترلاسه شول.

د نوموړو استخباراتي راپورونو له برکته د امريکا پوځ د القاعده او د طالبانو موقيعتونه په ښه درستوالي سره ويشتلای او د بمبارۍ په سيمه کې يې زيات مالي زيان را کمولی شو.دا ټولې ښه لاسته راوړنې وې ،په ځانګړي ډول ترهغو شرايطو لاندې چې موږ کار کاوه او د هغې دماغي فشار اود زيات خطر سره سره چې موږ ته هره ورځ متوجه وؤ.

کريس، سټان او د هغوی افغان همکاران بايد په هغه څه باندې چې لاس ته يې راوړي و، زيات وياړلي وای .

د مازديګر پر مهال مو له انجينر عارف سره لنډه ليدنه وکړه اوهغه د کابل له لومړۍ کرښې څخه د GPS د سروې د پيل کولو لپاره د راتلونکې ورځ د ترتيباتو تصديق وکړ،هغه وويل چې جنرال فهيم د ګروپ پر کوچينوالي باندې ټينګار وکړ ترڅو د امنيتي پيښو مخنيوی وشي ،د شمالي ټلوالې لومړۍ کرښې د طالبانو کرښو ته دومره نږدې وې چې له دواړو خواؤ څخه خوځښت په سترګو ليدل کيده او دا يو جدي مشکل ؤ.

وروسته خبر شو چې د ايران د انقلابي قول اردو د ګارد IRGC دوه ناظرين له شمالي ټلوالې سره په لومړۍ کرښه باندې په دنده ګومارل شوي وو او فهيم له دې امله انديښمن ؤ چې بايد ايرانيان د امريکايانو له شتون څخه خبر نه شي، لږ تر لږه د ماموريت په دغه پړاؤ کې خو بايد خبر نه شي!

د GPS د سروې لپاره سټان ښکاره انتخاب ؤ، هغه د GPS ماهر ؤ او په تاشکند کې يې د انتظار پرمهال ټول ګروپ د GPS د کارولو لپاره روزلی ؤ، ميوري هم له سټان سره د کارو کولو لپاره وټاکل شو،هغه د SEAL( يو ډول ځانګړی ځواک.ژ) د ځواک سره په کلونو ساحوي تجربه درلودله،ريک د ګروپ رهبري په غاړه واخيسته، هغه هم په افريقا او بوزنيا کې د GPS د کارولو ښه تجربه لرله،عارف وويل چې په دغه مهمه هڅه کې به جنرال بسم الله خان د ريک له ګروپ سره ځانګړى کار وکړي،ممتاز به له ګروپ سره يو ځای وي څو ژباړه ترسره کړي .

کريس له استاد سياف سره مستقيمې مخابروي اړيكې نيولې وې او هغه زموږ سره ليدنې ته ليواله ؤ. عارف ددغه خبرپه اوريدلو خوښ نه ؤ خو ويې ويل چې هغه به حافظ او يو موټر چلونکی زموږ د بدرګې لپاره په دنده وګوماري.

سياف په يوه کلي کې چې ګل بهار( د پسرلي ګل) نوميده او د پنجشير له درې څخه لږ وتلی او د شمالي په اوارو سيمو موقعيت لري، اوسيده.

دا هغه سړک ؤ، چې د GPS ګروپ به هم پرې سفر کاوه خو هغوی د پنجشېر له درې څخه بهرد شمالي اوارو سيمو ته په رسيدلو سره ښۍ غاړې جبل سراج ته ور ګرځيدل، دا هغه کليواله سيمه وه چيرې چې د جنرال بسم الله خان قرارګا وه،راتلونکې ورځ د GPS دری کسيزه ګروپ له سپيدې چاود سره سم له کلا څخه روان شول، زما له شتون پرته ګروپ ته ددغه ماموريت لپاره د تګ اجازه راته اسانه نه وه، خو زموږ ګروپ هم کوچنی و او د ګروپ هر غړي جلا ځواکمنتيا لرله.

په ګروپ کې زه او کريس د خپلو افغاني کوربنو سره د سياسي موضوعاتو د بحث لپاره وړ کسان وو، زه او کريس له سياف سره د ليدنې لپاره له دوی څخه يو ساعت وروسته له کلا ووتلو.

د درې ښکتنۍ برخې ته د سفر لپاره د تياري نيولو پر مهال پوه شوم چې موږ د سفر پر مهال د مسعود له قبر څخه هم تيريږو،ما له حافظ وغوښتل چې د مسعود له قبر سره ودريږو څو موږ قوماندان ته خپل احترامات وړاندې کړو.

حافظ زما دغه غوښتنې يو څه حيران کړ، هغه ما ته د څو شيبو لپاره په غور سره راوکتل څو زما جديت مالوم کړي، بيا موسکی شو او سر يې د هوکړې په ډول وښوراوۀ، په داسې وخت کې چې موټروان د چمتووالي اشاره وکړه، حافظ وويل چې هغه د قوماندان يو کېسټ لري چې دی ورته زيات غوږ نيسي.

موږ د جمپونو او له دوړو ډک سړک ته ورودانګل او د مسعود غږ په موټر کې انګازې پيل کړې، هغه په روڼ او درانه غږ په دري ژبه غږيده، پداسې يو لړزونکي اهنګ سره چې اوريدونکى يې له ځان سره ساته.

حافظ شخ ناست ؤ( دومره شخ ، څومره چې جمپونو اجازه ورکوله) او زه پوهيدم چې هغه پخواني وختونه او له مسعود سره يې د خپل ځان خاطرې وريادولې.

زموږ په رخت پټ شوي جيپ موټرله دې وړاندې ښې ورځې ليدلې وې، او اوس مهال په سختي کې ؤ، کله چې موږ د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلو موږ فکر کاوه چې د چورلکې له ډګرڅخه لنډ سفر له سختيو ډک ؤ خو په هغه سهار د درې ښکتنۍ برخې ته د پنځه ديرش ميله اوږد او ظالم سفر په پرتله هېڅ هم نه ؤ.

سړک په ټولو برخو له يوې نرۍ لارې څخه زيات پراخوالی نه لري، د پخواني پاخه سړک حتی پاتې شونې هم نشته، اصلي سړک د زغره والو ګاډو په واسطه مات، د بمونو، توپونو او درنو مځکنيوماينونو په واسطه الوتلی، د مځکې د ښويدلو له امله ړنګ او د شل کلنې بدبختۍ له امله ژوندی ورک شوی دی. ستر غارونه يې لرل اوپه زياتو ځايونو کې يې کندې درلودې .سړک دومره وچ ؤ چې پر مخ يې پرتې دوړې نږدې يواينچ پنډوالی درلود او د موټر په شااوخوا به تاويدلې او څنګ ته د منظرې ليدل به يې ناشوني كول او که زموږ په تعقيب کوم بېړا او ساده راروان وي، په اطمنان سره يې هغه ړنداوۀ .

سړک د پنجشېر د سيند له لويديځې غاړې سره تيريده او د غونډيو په هغه بېخ کې چې د درې لويديځ ديوال يې جوړاوه، تير شوی ؤ،په ځينو ځايونو کې ارتفاع د سيند برابره وه خو په نورو ځايونو کې تر شپږ سوه فوټو پورې رسيده، د سړک کتنه او څارنه نه کيږي پرته له څو زړو سپين ږيرواو د هغوی ځوانو لمسيو څخه چې دسړک ترغاړې په سيورېو کې به له يوې کندې سره جوخت ولاړ وو، کله به چې موټر ورنږدې شو نو دوی به يوه يا دوې بېلچې خاورې په سړك كې كندې ته ورواچولې بيا به يې بيلچه په لاس کې ونيوله ، سر به يې په دې هيله چې موټروان به موټر دومره کرار کړي چې پکې شته مسافرين به ددوی د کار په مقابل کې د بې قدره پيسو څو واحده ورواچوي، يو څه ټيټ کړ.

دسفر پر مهال مو سرونه د چت اوکړکيو سره لګيدل او ګونډې به مو له ډاش بورډ او يا دمخكينيوسيټونو له شا سره لګيدلې،په سړك كې به ځينې کندې دومره لويې وې چې هرڅومره به مو لاستى ټينګ نيولى ؤبيابه موهم ټيټکۍ(زنګنونه) شخې او يابيابه مو لدې بد تر د ملا شمز ۍ شخه شوه.

له دې زياته وارخطايي خو په هغه وخت کې وه چې مقابل لوري موټر سره د به د سړک په نری او د سيند څخه په هسکه غاړه مخامخ شوؤ،داسې ښکاريدله چې نا ليکل شوی شفر چې کوم موټر بايد د غونډۍ لوري ديوال ته ودريږي او مخامخ موټر ته د تيريدلو ځای ورکړي، شته والی درلود،زه په هغه وخت کې چې زموږ موټر د غر ډډې ته دريدلای، نه خپه کيدلم خو زيات وخت به زموږ موټر چلوونکي د سړک بهرنۍ غاړې ته په داسې حال کې چې ټايرونه به يې په سلګونه فوټه هسک پاڼ څخه په يوه اينچه واټن کې ؤ، دريده.

ګرېنډ کانين( ژوره تړانګه چې د متحده ايالاتو په اريزونا ايالت کې موقعيت لري.ژ) ته په لومړي ځل په کچر باندې تلل پدغه خطرناکه سړک باندې له سفر سره پرتله کيدلی شي،موږ دغه دوه ساعته سفر چې ما ښه باور درلود چې د طالب دښمن په ډزو کې نه بلکې په ترافيکي حادثه کې به يا ټپي او يا وژل کيږو، پای ته ورساوۀ .

نږدې شل ميله د درې په ښکتنۍ برخه کې د دواړو لوريوله غونډيو سره غزيږي او د سيند اوارې سيمې په يوه لوی V شکل باندې پراخيږي.

د سيند د کږليچي په غيږ کې يو په زړه پورې کلی پروت ؤچې زموږ پر وړاندې سيمه يې په شنو ونو پټوله،د درې په لنډو د غونډيو يوه لړۍ وه چې له ښي لوري څخه ګڅ لوري ته غزيده او د کلي بريدونه يې ټاکل، خو زموږ سړک د غونډيومخکنۍ څنډې ته لومړی ښي او بيا ګڅ لوري ته تاويدۀ .

د قوماندان کېسټ څو ميله وړاندې پای ته رسيدلې و او حافظ تر دې مهاله چوپ ناست ؤ،هغه راوګرځيد او ويې ويل: وړاندې د غونډۍ پرسرد قوماندان قبر موقعيت لري،له وروستي سيټ څخه موږ ورټيټ شوو څو له ښيښې څخه د غونډيو لړۍ ته ځير ځير وروګورو، د وروستنۍ غونډی پرسر باندې د نوې ودانۍ کار روان او د غونډۍ دسر زياته اواره سيمه يې را لاندې کړې وه .

د اوارې سيمې په يوې خوا باندې يو شمير موټر ولاړ وو او ترشنۀ اسمان لاندې شنۀ بيرغونه رپيدل چې د شهيد د قبر نښه وه، حافظ وويل چې د شهيد په قبر باندې د کوچني څلي د جوړيدلو لپاره پلان روان ؤ او په نوموړې پروژه باندې کار ايله بيله اوس پيل شوی ؤ.

اوس مهال دا يو ساده قبر ؤ او خواوشا سيمه يې د روان کار له امله چټله او ککړه وه، کله چې د غونډۍ سر ته ورسيدو او دموټردوړې باد پاکې کړې، د کلي په سر او د درې په پورتنۍ برخه کې منظره بیخي زړه راښکونکې وه.

دا په دره کې له شنو ځايونو څخه ؤ، چې د غونډيو له لمنې څخه تر شاوخوا غونډيو سرونو پورې په ونو او وښو باندې شين ؤ.

د پنجشېر درې زياته برخه ډبرينه، زيږه او شاړه ښکلا لري خو دلته منظره نرمه، ارام بښونکې او شنه وه چې د مسعود د وروستنۍ ارام ګاه لپاره بهترين ځای و، حافظ زه او کريس د خټو جوړ شوي ساختمان ته چې په سر يې کلک ترپل اچولی او د لرګيو په مټو يې درولی ؤ، وربدرګه کړلو.

يوه مستطيل شکل کوټې ته چې له لمر څخه په ترپال باندې پوښل شوې وه پلې لار ورغلې ،د کوټې په منځ کې يو اوږد مستطيل ډوله د خاورو وړه غونډۍ وه چې ښكاره د مسعود قبر ؤ.

د قبر سيمې ته زموږ سره يو ځای لږ ترلږه شل افغانان چې زموږ د موټر د دريدلو پر مهال په سيمه کې ؤ، راغلل،ټول غلي ولاړ او موږ دريو ته يې راکتل.

دا چې ټولو ځير ځير راکتل يو نا اشنا او عجيبه غوندې شيبه وه خو ما ورسره مقاومت وکړ او پر ځای مې پر هغو يادونو او شيبو باندې فکر متمرکز کړ چې له مسعود سره مې تېرې کړي وې .

ما د خاورو ډمبار(قبر) ته ورکتل او باور مې نه شو کولی چۍ يو څوک دومره زورور او ځيرک دې ددغه خاورو لاندې د هميشه لپاره پروت وي، ما د صليب نښه جوړه کړله ( د عيسويانو دعا.ژ) او د څو دقيقو لپاره مې چوپتيا غوره کړله،کله چې موږ له قبر څخه را تاؤ او د لمر وړانګو لاندې ودريدو، ومې ليدل چې حافظ په ژړا دی او په خپلو غومبورو مې هم اوښکې احساس کړلې.

پروفيسور سياف هم د نېټې غلطوونکی دی ( داسې يو څوک چې دوه شيان يا دوه پيښې همزمان وبولي ولې په حقيقت کې همزمان نه وي.ژ) هغه د شوريانوپر ضد د جهاد پر مهال د مجاهدينو د اوو سترو سياسي ليډرانو له ډلې څخه ؤ، هغه په کايرو کې د الانصار له پوهنتون څخه فارغ او له دې امله چې د سعودې د وهابي سخت دريزه عقيدې سره يې نږديوالی درلود، هغۀ د سعودي له شخصي منابعو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کاوۀ .

هغه د تعليم او دولت له ترکيب، دمذهبي عقېدې او پيسو په لرلو سره وتوانيده چې يو ځواکمن پوځ اويو شمېرپيروان ترلاسه کړي .
د فل
يپين مسلمانانو هغه ترهګره ګروپ چې په کال ۲۰۰۲ کې يې درې امريکايان يرغمل ونيول، ددغه ښه پروفيسور ددرنښت لپاره چې ما ورسره په نږدې شيبو کې د لومړي ځل لپاره پیژندل،ددۀ په نوم يانې ابو سياف ونوماوۀ، د خونړۍ خپل منځي جګړې پر مهال د ۱۹۹۲-۹۴ پورې چې د افغانستان زياته برخه يې ورانه کړله، سياف خپل اغيز او حیثيت له لاسه ورکړ اود ورپسې کلونو پرمهال هغه له صحنې څخه جلا او څنډې ته ووت .

په کال ۱۹۹۴ کې د طالبانو د پاڅون له امله سياف د مسعود له شمالي ټلوالې سره بيا يوځای شو، سره لدې چې د سياسي معادلې هومره تکړه لوبغاړی نه ؤ، خو هغه بيا هم دوه زره جنګيالي وساتل او د هغه ځواکونو د شمالي ټلوالې دلومړيوکرښو موقعيتونه چې د کابل له ختيځ څخه د جلال اباد په لوري وو، ساتل .

زه له سياف سره دليدنې لپاره ليواله وم ځکه چې هغه په کال ۱۹۹۰-۹۲ له سعودي سره د اړيکو له لارې په هغه وخت کې په پرتليزډول له ناپیژندل شوى مجاهد اسامه بن لادن سره ملګرتيا کړې وه .

بن لادن لا له پخواڅخه لويديځ ته له قهره ليونی ؤ او په هغه وخت کې يې هغه سازمان چې وروسته بيا موږ د القاعده په نوم پيژانده جوړاوه، هغه يوازې يو سعودي شتمن سړی ؤ چې غوښتل يې د مجاهدينو له عملياتو سره مالي مرسته وکړي،بن لادن هغه سړی ؤ چې پيسې يې ورکولې او جګړه يې له ليرې څنډو خوښيدله .

موږ پو هيدلو چې سياف د متحده ايالاتو ملګری نه دی، د خلیج د جګړې پرمهال هغه له متحده ايالاتو سره په جوت مخالفت ډير کلک ولاړ ؤ خو موږ هيله مند وو چې د سپټمبر له يوولسمې وروسته به هغه زموږ سره همکارۍ ته غاړه کيږدي .

د شمالي له اوارو سيمو څخه لږ مخکې د پجنشير دره په يوه تنګه خوله چې سل فوټه پراخوالی لري، بدليږي، په دغه ځای کې د درې ډډې تقريبا بيخي نېغې اود اوبو جريان د چټکتيا له امله د واورې په ډول سپين کيږي .

سړک يو موړ جوړوي ، ناڅاپه له درې بهر کيږي او د شمالي اوارې سيمې د ميلونو(کيلومټرو) په واټن پراخيږي،سړک بيا سره جلا کيږي، ګڅ ښاخی يې د جبل السراج او چاريکارو پر لوري او ښی لوری يې په همغه سهار زموږ منزل، د ګل بهار کلي ته ورتۀ .

د سياف وړوکې کلا دومره ښکلې نه وه خو له موږ سره يې ستړې مشی ګرم ؤ،تيره شپه کريس د مخابرې او بيا د سټلايټ تليفون له لارې له سياف اوددۀ له کسانو سره د ليدنې د دايرولو لپاره اړيکه نيولې وه، موږ اصلي ودانۍ او بيا د ليدنو کتنو کوټې ته په بيړه سره ور بدرګه او هلته په چوکيو کيناستلو، د لنډ خو وړ ځنډ وروسته سياف راغی.

سياف د پنځوس کلنۍ په خواشا کې ؤ، د سپينې او اوږدې ږيرې له امله هغه د ايران مرحوم آيت الله خميني ته ډېرورته ؤ، په انګليسي ژبه پوره مهارت لري او داسې ښکاري چې له ملاقات کوونکو سره په نوموړې ژبه خبرې کول ډير خوښوي .

سره له دې چې سياف د ترهګرۍ، بن لادن او د القاعده پر وړاندې په جګړه کولو کې سم شور ماشور(تبصره) وکړ،خو کله چې زموږ سره د همکارۍ د څرنګوالي پرځانګړتياوو باندې ټينګار وشو هغه په څرګندونو کې تت او بې وعدې ښکاره شو.

هغه له موږ سره هوکړه وکړه څو د بن لادن د عرب جګپوړي ايمن الظواهري په نيولو کې مرسته وکړي خو کوم ځانګړي څه تر لاسه نه شول .

هغه موږ ته زيات دغه لکچرراكاوۀ ،چې ولې بايد متحده ايالات روم ته شړل شوی پخوانی افغان پاچا، ظاهرشا هيواد ته له راتګ څخه ملاتړ ونکړي، ما سياف ته وويل چې د امريکا د متحده ايالاتو په دولت کې د ګوتو په شمير چارواکي باور لري چې پخوانی پاچا له طالبانو وروسته په افغانستان کې اوږد مهاله اغيزه لرلی شي خوپاچا ښايي چې د طالبانوله ماتې وروسته په سملاسي ثبات رامنځته کولو کې يو څه مثبته اغيزه ولري .

د ليدنې د پای په شيبو کې ما ورته وويل غواړم چې له سياف سره يو څه مرسته وکړم څو د راتلونکې جګړې لپاره خپل ځواکونه چمتو او زموږ منګولو ته د القاعده د ليډرانو په راوستلو کې مرسته وکړي ، ما له خپل وړوکي بکس څخه د ۱۰۰،۰۰۰ بنډل راواخيست او د ميزه په ها خوا، سياف ته مې وروسپارلې او هغه هم د طبيعي خوی په اساس بنډل ورواخېست.

د هغه پيسو د ورکړې په برعکس چې ما شمالي ټلوالې ته موورکړې وې، د دغو پيسو بنډل مې په اصلي سپين پلاستيک کې پريښود څو سياف يې په خپله وويني!

سياف د پيسو بنډل ورواخېست او يو څو شيبې يې په حيرانتيا سره وروکتل او په هغه څه چې يې په لاس کې نيولي ؤ، باور نشو کولی.

بيا يې سترګې سره پراخې شولې او د خپل چاق سياسي مشاور په لوري وروګرځيده، هغه د پيسو بنډل داسې لکه ګرم کچالو يې چې په لاس کې وي، د نوموړي سړي غيږي ته وروغورځاوۀ .

سياف ما ته راوکتل، سترګې يې سره تنګې شولې او ويې ويل : دا لومړی ځل دی چې تراوسه له چا څخه په نېغ ډول پيسې اخلم، هغه سر وښوراوۀ، داسې لکه څوک چې غوليدلی وي، ما ته يې په پام سره راکتل او په شونډو يې موسکا خوره وه.

موږ پاڅيدو او له متحده ايالاتو سره د مرستې له امله مې له هغه څخه مننه وکړه او لاسونه مو سره ورکړل، کريس د هغه له سياسي مشاور سره د يوې دقيقې لپاره پاتې شو څو په راتلونکي کې د اړيکو نيولو ترتيبات ورسره وڅېړي او له هغې وروسته مو کلا ته د راګرځيدلو دوه ساعته سفر پيل کړ،له دردوونکي سفر سره سره مې په لاره ډير ځله له ځان سره وخندل!

No comments:

Post a Comment